ایکناخبری اژانس د سکرال (Scroll ) له قوله راپور راکړ ، دغه کارټون یو شمیر ږیره لرونکي کسان بریښوي ، چې پر ککریو یا سرونو باندې ئې ټوپي دي او په رسۍ پورې ځوړند شوي دي . او په زمینې کې ئې په ۲۰۰۸کال کې د احمد آباد سیمې د چاودنې صحنه انځور شوې ده . ددغه پُسټ په توضیح کې راغلی دي، ؛ Satyamev Jayate حقیقت په ځان له سر بریالی کیږي؛ یعني د ترور دعاملانو لپاره رحم پکار نه دی . اوس دغه ټویټ د پلیټ فارم د قوانینو د خلاف ورزۍ په دلیل حذف شوی دی . د ګجرات د بي جې پي ګوند ویندوي پاګنش دیو وئيلی دي ، چې دغه ټویټ د د محکمې د فیصلې په ځواب کې لیږدول شوی دی . په ۲۰۰۸کال کې د پرله پسې چاودنو له حکم سره اړونده پُسټ ،د کارونکو له خوا ئې له راپور کیدا ورسوته د ټویټټر په وسیله حذف شو . دیو ادعا کړې دغه کارټون (د ګوندله خوا) دخبري چینلونو او ورځپاڼو د راپورونو په اساس پلان شوی او د ټولنې د هیڅ یوې برخې د ټارګټ کولو هیڅ نیّت نه لري . له دې ټولو سره دغه پُسټ په فیس بوک کې هم خپور شوی او هغه کسان چې پرې ئې اعتراض کړی ؤ ،له دغه چینل او پيلیټ فارمه ئې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی چې په کې اعلان شوي دي ؛ دغه کارټون ددغه پلیټ فارم سټنډرډونو خلاف ورزي نه کوي::دغه پُسټ په اینسټاګرام کې هم خپور شوی دی . https://iqna.ir/fa/news/4037737